رباني، د جهاد ډوبه او مرموزه څېره !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

            

د مجاهد او طالب د څو روستیو لسیزو د واکمنۍ د تاریخ  بیان دومره پیچلی ، ډوب او مرموز دی چې د افغان او بهرنیو لیکوالو او تاریخپوهانو په ټوکونو او پنډونو څېړنو سره سره يي بیا هم ډېرې خواوې پټې او تیارې پاتې دي او نویو څېړنو او راسپړنو ته اړتیا لري .

د تاریخ ددې پیر په پېښو چې هر یوه يي افغانانو ته غمیزه او ناورین ګڼل کیږي، د پوهیدا ارزښت هغه مهال نور هم زیاتیږي چې د ځینو جهادي څېرو لکه رباني څو مخیزه ، پټې او مرموزې برخې راوسپړل شي او ولسونه پرې خبر شي .

د افغانستان د جهاد په تاویل کې، رباني د نورو ټولو جهادي سرخیلانو او بانډمشرانو څخه خورا ډوبه ، پیچلې او څو مخیزه څېره ده . هرڅونه چې د رباني د دندو له څرنګوالي او تنوع څخه مالومات ترلاسه کوو او څونه چې د هغه د پټو اړیکو او مناسباتو په اړه خبریږو، هومره د جهاد او مقاومت په ریښتیني منځپانګه پوهیږو او د افغان ملت او افغانستان په وړاندې د طرحه شوې توطيي او چلوټې په ابعادو او خواوو مو سر او ماغزه خلاصیږي.

رباني او د هغه ډلې لومړی په څلویښتمو کلنو کې د اعلیحضرت محمد ظاهرشا د واکمنۍ په مهال، د سیکولاریزم په وړاندې مبارزه ( اومګړی جهاد ) راپيل کړه . نوموړي چې ماسټري يي د مصر په الاظهر پوهنتون کې ترلاسه کړې وه، کابل ته په راتګ ، د غلام محمد نیازي سره یوځای او د هغه په مشرۍ اسلامي جمعیت رامنځته کړ چې د نیازي له مرګه روسته ، د مرګ تر مهاله ددې ډلې سرخیل پاتې شو !

د ربانې ډله اوس هم د سیکولرو سیاستونو او اندیښنو په وړاندې د هیواد او سیمې د نورو توندلارو مذهبي ډلو سره نږدې اړیکې پالي او هغو سره راشه ورشه جاري ساتي. جنرال داوود داوود چې د نظارشورا او جمعیت سروتلی غړی وو او د ۱۳۹۰ کال د غبرګولي په ۷ مه ووژل شو، په یوه لویه غونډه کې يي وړم کال چې د دولتي چوکۍ په زور يي په مزار کې جوړه کړی وه ، د خپل ګوند په استازیتوب هغه کسان چې دده په نظر سیکولره اندیښنې لري وګواښل. د نوموړي دا وینا یوټیوب کې اوس هم د اوریدو وړ ده !

د اسلامي جمعیت ډله چې افغانستان کې د نړیوال اخوانیزم یو ښاخ دی د لوړ پوړکادرونه او ځیني غړي يي د پتلونونو او نیکټایانو په اغوستلو سره داسې انګیري چې ګوندې د دوي ګورې او ببرې ږیرې ، خړ او پلن څټونه او کاږه پکولونه د خلکو له یاده وتلي، دوی پروني اخوانیان نه دي او لویدیځوال او یوشمېر افغانان باید نور دوی دیموکرات وبولي !

 په جمعیتیانو کې د ډبل عبدالله او یونس قانوني روسته اوس د بلخ والي عطامحمد نورخلکو ته د خپلو مټو په ښوولو سره غواړي ووايي چې دیموکراسي يي د جمعیت په پوهنتون کې د لوی استاد رباني څخه زده کړي او نور هغه چایجوش ګیری عطا نه دی او خلک باید دده په پل ولاړ شي !

په پنځوسمو کلونو کې رباني د افغانستان په ضد، په پاکستان کې نه یوازې د ای ایس ای او پنجاب په خدمت کې لنګ تړلی ولاړ و، بلکې ده هلته د راتلونکو لوبو لپاره د ماسکو سره هم اړیکي پاللې چې دې ډول اړیکو يي په عیسوي ۹۰ کلونو کې میوه ورکړه او د جهادیانو په استازیتوب او د ای ایس ای په موافقه د کابل  د تخت واکمن شو. روسته پېښو وښوده، پنجاب  په حقیقیت کې هغه مهال  د نورو جهادي سرخیلانو پرځای ماسکو ته د رباني په استونه په افغانستان کې د خپلې لوبې د ادامې لپاره مناسب سړی ټاکلی و.    

د ۹۰ یمې  لسیزې  په پیل سره ، رباني د جعیت او نظارشورا د انحصاري واکمنۍ په موخه، ټولو جهادي ډلو سره یو په یو او ډله په ډله څلور کاله پرله پسې جګړه وکړه او د۶۰ زرو کابلیانو د شهادت او کابلښار له کنډواله کېدو روسته په ۱۹۹۶ کال کې طالبانو ته هم چې نوي په کندهار کې راټوکېدلي وو، شین څراغ وځلاوه او د نغدو پیسو له ور کړې سربېره يي هغو سره د نورو مرستو وعدې هم کړې وې !

اسامه بن لادن چې په ۱۹۹۱ کال له سعودي عربستان څخه سوډان ته تللی و د رباني په بلنه د ۱۹۹۶ کال په جنوري کې افغانستان ته راغي او د رباني له هراړخیزه همکارۍ څخه برخمن او دلته میشت شو .

 رباني د ژوند تر روستیو ورځو پورې پاکستان کې د مذهبي سخت دریځو سره خپلې اړیکې خورا تودې وساتلې . په دې اړه له رسنيو سره په خبرو کې قاضي حسين احمد وايي « ده په لومړي ځل په ١٩٧٠ کال کې له برهان الدين رباني او د کابل پوهنتون له دوو شاگرانو سره وکتل او هغه وخت ښاغلى رباني تر شپږو مياشتو پورې د ده ميلمه و. حسين احمد له دې رازه هم پرده پورته کوي چې د هغه وخت پاکستاتي لومړي وزير ذالفقارعلي بوټو برهان الدين رباني سره وکتل او ده ته يې پناه ورکړه چې پاکستان کې واوسيږي او د داود خان د حکومت پر ضد فعاليت وکړي .
د پاکستان د جماعت اسلامي گوند مشر زیاتوي ، روستيو څو ورځو کې نوموړي بيا له برهان الدين رباني سره کتلي و او دا يې سره ويلي وو چې د ده په وينا په افغانستان کې بايد د امريکايي يرغل د پاى لپاره لار وموندل شي او له پاکستان سره اړيکي خوږې شي .
قاضي حسين احمد د برهان الدين رباني له خولې دا هم وايي چې افغانستان د پاکستان پر ضد او له هند سره ملگرتيا نه شي کولاى او نه به هند کله دې ته پريږدي چې د پاکستان پرضد کوم گام واخلي . تاند »

برهان الدین رباني مخکې له دې چې د ۲۰۱۱ کال د سیپټمبر په ۲۰ مه د پلازمېنې کابل په وزیر اکبرخان کې ووژل شي، اسلامی ویښتیا کنفرانس کې د ګډون لپاره ایران ته تللی و .

نوموړی کنفرانس چې ایراني رسنۍ يي د ځان لپاره خورا مهم بولي په دې باور دي چې :

« برگزاری کنفرانس بیداری اسلامی در روزهایی که ترک ها در تکاپو هستند و مدام به کشورهای انقلاب زده سفر می کنند و انقلابیون را به تاسیس نظام های لائیک ( سیکولر ) ترغیب و تشویق می کنند، نگاهی مخالف نگاه ترک ها را که برگرفته از انقلاب اسلامی است ترویج می کند. بسیاری دیگر از میهمانان این کنفرانس هم نگاهی مشابه ایران دارند و معتقدند كنفرانس بيداري اسلامي در تهران ابتكار بسيار به جايي بود و طبعا حضور جمع زيادي از شخصيت هاي مذهبي، سياسي و متفكرين اسلامي در اين شرايط مهم و حساسي كه جهان اسلام در آن قرار دارد، تاثيرات بسيار مفيدي دارد. »

« کارشناسانی که در کنفرانس بیداری اسلامی دعوت شده و سخنرانی کردند، عمدتا با سویه های اسلام سیاسی موردنظر ایران و سمت دهی دینی به جریان ها و جنبش های منطقه همسو بودند . دیپلوماسي ایراني سایټ څخه »

تهران چې په کور دننه يي سیکولر ، منځلارې او دیموکرات ځواکونه له واکه غورځولي ، غواړي په افغانستان او سیمه کې هم ددې ځواکونو پر ضد مذهبي توندلارې راغونډ کړي او له ایرانه پورې غاړه نورو هیوادونو ته هم خپل ډول اسلامي انقلاب صادر کړي . له دې ګوټ څخه د رباني ګډون په دې کنفرانس کې د ایران لپاره د پاوړ وو .

رباني د سولې د جرګې مشرتوب هم د سیمي د توندلارو د یوموټیتوب لپاره د یوې وسیلې پتوګه کاروو . د رباني ، نظارشورا او جمعیت لپاره سوله ، امنیت او په افغانستان کې د مرکزي حکومت ټینګتیا د دوی د سیکټاریستي موخو لپاره یو خنډ ګڼل کیږي . رباني ته موږ په هیڅ ډول د سولې شهید نه شو ویلای . هغه تنظیمونه چې رباني يي مشري کوله هیڅکله هم سولې ته ژمن نه دي. د رباني جمعیت او نظارشورا په هیواد کې د کړکیچ د دوام اصلي کورني لاملونه ګڼل کیږي .

د رباني په وجود کې سړی د شیطان او ابلیس ټول صفتونه او نښې یو په یو لیدلای شي .

 داچې د ګونګوسو له مخې اوریدل کیږي، کرزی غواړي د کندهار هوايي ډګر د رباني په نوم کړي، په حقیقت کې کرزی د هغو ۶۰ زرو شهیدو کابلیانو په سپيڅلو ارواوو ملنډې وهي چې رباني په ۹۰ یمه لسیزه کې د خپل واک د انحصار او دوام لپاره له تیغه تېر کړل !

اوس ددې وخت رسیدلی چې د کابل کنډوالې د رباني او د هغه د نظارشورا او جمعیت له جلادانو د خپلې ورانۍ او ویجاړۍ پوښتنه وکړي او دوی محاکمي ته راکش کړي!

اوس ددې وخت دی چې د نظارشورا او جمعیت د سړیخورو مړي او جسدونه، د کابل په کنډوالو راځوړند شي !

دا چې د سیپتمبر ټوله میاشت د استاد او شاګرد د ویر لپاره په افغانانو تپل کیږي، په دې ورځو باید افغانان جشنونه وباسي چې لږ تر لږه  له دوو ملي غدارانو څخه يي نجات وموند .

که کرزی او شاوخوا يي په دې باور وي چې د ملي غدارانو په لمانځنو او د هغو په نوم د واټونو ، ډګرونو نومونه او د څلو درونه، ملي یووالی تامینوي ، سخته اشتبا کوي .

ملي یووالی د انتقالي عدالت په تامین ټینګیدلای شي !

ملی یووالی د افغانستان هویت، تاریخ ، ملي ګټو او ارزښتونو ته د وفادارۍ پر محور تامینیدلای شي !

د ۲۰۱۲ کال د سیپټمبر ۱۸ مه

 


September 20th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات